ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، ، والنتینا ګومز، چې د ټیکساس ایالت څخه د امریکا د کانګرس لپاره د جمهوري غواړو نومانده ده، په یوه کرکیجن او لمسؤنکي اقدام کې یوه ویډیو په ایکس چینل کې خپره کړېه چې په هغه کې قرآن کریم سوځوي.
هغې د قرآن کریم د سپکاوي پر مهال ژمنه کړې چې که د کانګرس په ټاکنو کې بریالۍ شي، نو په ټیکساس کې به د اسلام شتون پای ته ورسوي.
دغې اسلام ضده او اورپکې کاندیدې ، چې د امریکا د پخواني ولسمشر بایډن د ملاتړ سابقه هم لري، ادعا وکړه چې مسلمانان د مسیحي هېوادونو د نیولو هڅه کوي.
هغې د دې نفرت خورونکې ویډیو له لیدونکو وغوښتل چې د کانګرس په ټاکنو کې د هغې د بریا لپاره مرسته وکړي.
د دغې سخت دریځې امریکائي سیاستوالې کړنه د سیاسي مشرانو، مذهبي ډلو او په ټولنیزو رسنیو کې د کاروونکو لخوا په کلکه وغندل شوه او د ۲۰۲۶ کال د کانګرس د مینځ مهاله ټاکنو په درشل کې ئې د نفرت او کرکې خپرولو او ددیني تعصب په اړه اندېښنې راوپارولې.
ګومز په تېر و وختونو کې هم د شهرت ترلاسه کولو لپاره له نفرت او کرکیجنو کړنو کار اخیستی و. هغې د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې په نیویارک کې په یوې نمایشي اقدام کې د مهاجرینو د سمبول په توګه په یوې مجسمې ډزې وکړې او د هغو مهاجرینو د څرګندې پانسۍ غوښتنه ئې وکړه چې د تاوتریخوالي په جرمونو تورن دي. وروسته، دا ویډیو حذف شوه او د هغې انسټاګرام حساب هم بند شو.
په دغو جنجالي کړنو سره سره، ګومز په تېرو ټاکنو کې ماتې خوړلې او د جمهوري غواړو په داخلي سیالیو کې یوازې اوه اعشاریه څلور فیصده رایې ترلاسه کړې او شپږمه شوه.
هغې په ۲۰۲۴ کال کې د میسوري ایالت د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه نوماندي وړاندې کړه او له هغه وخت راهیسې هڅه کوي چې د نفرت پاروونکو سخت دریځو کړنو له لارې د عامه افکارو پام ځان ته واړوي.
https://iqna.ir/fa/news/4301813/